• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په ملګرو ملتونو کې د ا.ا استازي نه شتون به نړۍ له افغانستان نوره هم لرې وساتي

ملګري ملتونه: د افغانستان راتلوونکې په اړه اندېښمن یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/31

د ملګرو ملتونو د بشري چارو سرمنشي مارتین ګریفت له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل، افغان ولس له لوږې او قحطۍ سره مخ دی او د حکومت پر سر باید له ولس سره دښمني ونه پالل شي.

ګریف وايي، په افغانستان کې چې هر ډول حکومت وي، باید د هغوی لپاره ولس له لوږې او قحطۍ سره مخ نه شي.

ګریفت زیاته کړه:« بشري مرستې په دې اصولو وېشل کېږي، چې څومره ورته اړتیا وي. دا اړینه نه ده، چې څوک حکومت کوي. موږ ته مهمه دا ده، چې خلک ورته اړ دي. افغانستان سره مرستې باید غیر مشروطې وي. زه مرستندویه هېوادونو ته وایم، چې موږ ته پیسې راکړي، ترڅو اړمنو کسانو ته یې ورسوو.»

مارتین ګریفت ډېره اندیښنه د ماشومانو د راتلونکي په اړه څرګنده کړه.

د ګریفټ په خبره، اوس مهال د دوی مرستې څلور میلیونه افغانانو ته رسېدلي، خو په خبره یې دا ځکه بسنه نه کوي، چې شااوخوا نیمايي برخه نفوس له بد وضعیت سره مخ دی.

ګریفت زیاتوي:«موږ اوس مهال په افغانستان کې څلور میلیونه کسانو ته خوراکي توکي رسولي دي. زموږ اندېښنه د دې لپاره زیاتېږي، چې دا مرسته بسنه نه کوي. ژمی هم را روان دی. موږ باید د خوړو له نړیوال سازمان سره په مرسته درې چنده نورې زیاتې مرستې هم ورسو. که خلک که ډوډۍ ونه لري، ډېره به سخته وي.»

ګریفټ په دغه مرکه کې د جي شل هېوادونو له مشرانو هم وغوښتل، چې افغانستان له اقتصادي پلوه له سقوط سره مخ دی او باید ډېره پاملرنه ورته وشي.

اخوا د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو اېف پي هم اوونۍ وړاندې له افغانانو سره د مرستې لپاره د ۲۰۰ میلیون ډالرو غوښتوونکی شوی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې
افغانستان

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې
افغانستان

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist