د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون خبریالانو ته ویلي، د افغانستان پر رسمیت پېژندنه دوه اړخیزه اړتیا ده او په خبره یې اخر به نړیوال مجبور شي، چې افغانستان پر رسمیت وپېژني.
ذبیح الله مجاهد ویلي، یوازې افغانستان پر رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري، بلکې هېوادونه هم اړ دي، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
د مجاهد په وینا، که دنیا له اسلامي امارته د امنیت خوندیتوب غوښتنه کوي، نو باید د یو مسوول لوري په توګه یې پر رسمیت وپېژني، چې بیا به دوی هم خپله دنده او د هغوی پر وړاندې مکلفیتونه پر ځای کړي.