Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: که نړۍ سره د افغانستان د نوي نظام مشروعیت ستونزه حل نه شي، اندېښنه به وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/31

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،که د افغانستان او نړۍ ترمنځ اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې رسمي نه شي او د یو مشروع نظام په توګه افغانستان ونه پیژندل شي،د نړۍ او د سیمې هېوادونو اندیښنه به دا وي،چې دغه هیواد به په راتلونکي کې یوځل بیا دترهګرۍ پرمرکز بدل شي.

دوی وايي،د دغې اندیښنې مخنيوي لپاره باید سیمه او نړۍ د افغانستان له نوي حکومت سره پر ګډه کار وکړي.

شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«که خدای مه کړه،افغانستان همدا شان په اقتصادي او دیپلوماتیک لحاظ له نړۍ د رسمي اړیکو او مشروعیت خبره حل نه کړي،کیدای شي سیمه او نړۍ دا اندیښنه ولري،چې په راتلوونکې کې افغانستان بیا د دغسې ترهګرو ډلو چې یو ځل دغه هېوادونه ترې ننګول شوي  مرکز  وګرځي. حقیقت دا دی،چې دغه هېوادونه باید په افغانستان کې له نوي رامنځ ته شوي فرصته ګټه پورته کړي او د افغانستان د نوي رامنځ ته شوي حکومت سره پر ګډه د دغسې تشویشونو د مخنیوي لپاره لاس پر  کار شي.»

ځینې بیا پر دې باور دي،که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي او افغانستان په نړیوال سټیج کې همداسې دعدم مشروعیت له برخلیک سره مخ وي،افغانان به له جدي اقتصادي ناورین سره مخ شي.

دوی وايي، په داسې یوه ضعیت کې  بیا افغانستان نه شي کولای چې خپلې پیسې چاپ کړي ، دسوداګرۍ لپاره دپیسو له نړیوال وجهي صندق خپل حقوق ترلاسه کړي او همدار په نړیواله ټولنه کې به یې رسمي غږ نه اوریدل کېږي.

شنونکی طارق فرهادي وايي:« که افغانستان خپل نړیوال مشروعیت بېرته وانخلي، خپلې پیسې او پاسپورټ نه شي چاپ کولای،نړیوالې الوتنې ورته نه کېږي،د تجارت په لحاظ افغانستان خپل حقوق د پیسو له نړیوال وجهي صندق څخه نه شي ترلاسه کولای او نړیواله ټولنه کې په رسمي توګه یې غږ نه اوریدل کېږي او له اقتصادي بحران سره به مخ شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي،که امارت پر رسميت ونه پيژندل شي، نړۍ ته ګواښ به هم کابو نه شي.

شنونکي وايي، اسلامي امارت باید د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو سره له نړیوالو سره توافق ته ورسیږي او په افغانستان کې د اقتصادي بحران ویرې ته د پاي ټکی کیږدي .

داسلامي امارت له راتګ شاوخوا دوه نیمې میاشتې اوړي،خو لاهم هېڅ هېواد د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پيژندلو لپاره زړه نه دی ښه کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist