نړیوالو رسنیو په دې وروستیو کې د ارین خان پر نیول کېدو او زندان ته استولو ګڼ راپورونه جوړ کړي او د ډېری خلکو پام یې ور اړولی دی.
د شاه رخ خان زوی ارین خان، وروسته له هغې د پولیسو له لوري په ممبۍ کې ونیول شو او محکمې ته وړاندې شو، چې په یوه مېلمستیا کې ورسره مخدره توکي موندل شوي وو.
۲۳ کلن آرین خان، د روانې اکټوبر میاشتې پر ۳مه نېټه د شپې مهال په کروز کښتۍ کې خپلو ملګرو ته مېلمستیا جوړه کړې وه، چې د مخدره توکو پر ضد څانګې پرې چاپه ووهله.
ارین خان د روانې میاشتې له اتمې نیټې راهیسې پر څوارلس ورځو بند محکوم شوی و، چې تېره شپه بېرته خوشې شو.
شاه رخ خان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په هندي سینما کې دی او تر ټولو زیات مینه وال لري.
د ارین خان د قضیې په تړاو ګڼو بالیووډ لوبغاړو غبرګون ښودلی او دا یې د هندي سینما د ستورو پر ضد یوه دسیسه بللې ده.