• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي: له اسلامي امارته غواړو سړک مو جوړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/30

په سوېل کې د پکتیا ولایت لرې پرتې جاني خیلو ولسوالۍ یو شمېر  اوسېدونکي وایي، تیرو شلو کلونو کې یې د سړک جوړیدو هېله پوره نه شوه او له  اسلامي امارته غواړو،چې سړ ورته په پاخه ډول جوړ کړي. 

دوی وايي، ولسوالۍ کې یې وړ روغتیایي خدمتونه نه شته او د سړک خرابوالي له کبله یې ډېری وخت ناروغان د څمکنیو روغتون ته نه رسېږي او په لاره کې ساه ورکوي.

د جاني خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو،چې د ولسوالۍ سړک چې له کلونو راهیسې یې د جوړیدو چارې پیل کړي،له ځنډ پرته پیل کړي.»

د جاني خېلو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د دغه سړک د جوړیدو چارې د جمهوریت په وخت کې څو ځله پیل شوې،خو بشپړې نه شوې. د دې تر څنګ یو شمېر نورې پروژې هم ځنډیدلي دي.»

د جاني خېلو اوسېدونکي همدا راز وایي،ولسوالۍ کې یې وړ روغتیایي خدمتونه نه شته او ډېری وخت یې د سړک خرابوالي له کبله ناروغانو د څمکنیو روغتون ته نه رسېږي او په لاره کې ساه ورکوي. 

د  جاني خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«ناروغان مو کلنیک ته نه رسېږي،ډېری وخت لاره کې ساه ورکوي.لامل یې د سړک خرابوالی دی. خلک مو ډېر بې وسه دي،هېله ده،چې دا سړک راته جوړ شي.»

د اطلاعاتو کلتور مشر خالقیار احمدزی وایي، امارت ته د جاني خېلو سړک جوړول لومړیتوب دی او په دغه ولسوالۍ کې به یو شمیر نورې ځنډیدلې پروژې هم پلې شي. 

احمدزي زیاته کړه:« په رښتیا سره چې تېرو کلونو کې د جاني خېلو سړک جوړیدو چارې د ناامنی او نورو دلایلو له مخې ځنډیدلي دي. اسلامي امارت ته د دغه سړک جوړول لومړیتوب دی او تر څمکنیو به یې ورغوي.»

د جاني ېلو او څمکنیو سړک ۲۱ کیلو متره اوږدوالي لري، چې تېرو ۲۰ کلونو کې یې څو ځله د جوړیدو چارې پیل شوې،خو د ناامنۍ او ځینو نورو لاملونو له مخې به بېرته وځنډیدې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې
افغانستان

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې
افغانستان

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist