په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د اسلامي امارت نومول شوي استازي سهیل شاهین ویلي، سوړ ژمی راتلونکی دی او اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه د یو اعشاریه دوه ملیارده مرستې ژمنه ژر عملي کړي.
د جي شل هېوادونو د افغانستان په تړاو په خپله یوه غونډه کې د یو اعشاریه دوه ملیارده ډالرو مرستې اعلان کړی و، چې ملګري ملتونه وایي تر اوسه چا نه دي ورکړي او یوازې درېیمه برخه یې ترلاسه کړې ده.
سهیل شاهین ویلي، نړیواله ټولنه دې د هغو پرمختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې عملي اقدام وکړي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د جنیوا په کنفرانس کې یې له افغانستان سره کړې وې.
شاهین د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه هم کړې او لیکلي یې دي، چې نړیواله ټولنه دې د افغانانو د شاوخوا لس میلیارډ ډالرو په ازادولو کې ورسره مرسته وکړي.
د افغانستان مالیې وزارت هم د یادو پیسو کنګل کول، غیر اخلاقي عمل او له ټولو نړیوالو قوانینو او ارزښتونو څخه سرغړونه بللې ده.