د خبریالانو ملي ټولنې موندنې ښیې،چې په وروستیو دوو میاشتو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۰ زیاتې پېښې ثبت کړي،چي نوي سلنه یې د طالبانو او پاتې لس سلنه یې د نورو ناپیژاندو کسانو له خوا دي.
یاده ټولنه وایي،په دې پېښو کې د وهلو ټکولو،د ښکنځلو او ګواښلو موارد شامل دي،خو افغان خبریالان ادعا کوي،چې په دې وروستیو کې یې د خبریالانو د اختطاف قضیې هم لیدلي دي.
دوی وایي،که د روان بد وضیعت مخه ونه نیول شي،نړۍ ته به د اسلامي امارت ناسم تصویر وړاندې شي.
افغان خبریال خالد امیري وايي:« بدبختانه په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی،چې په کې د هغوی وهل ټکل، سپکاوی او ان د هغوی اختطاف هم شامل دی. دا نړیوالو ته د اسلامي امارت یو بد تصویر وړاندې کوي،چې دوی د خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول رحم نه لري. طالبان باید خبریالان خپل کار ته پریږدي،ترڅو هغوی د افغانستان ځمکني حقایق نړیوالو ته ورسوي.»
کابل کې ځینې میشت خبریالان وایي، د خبریالۍ کار یې په اوس کې تر ټولو ګواښوونکی دی، خو دا چې له دې مسلک سره یې مینې ته پریښودلی یې نه شي.
دوی وایي،په اوس کې نه ځاني خوندیتوب لري او نه هم کومه قضایي مرجع چې خپل شکایت ورته ثبت کړي.
افغان خبریال فیروز صدیقي وايي:« افغانستان کې اوس تر ټولو سخت کار د خبریالی کار دی،چې له بده مرغه اوس یې خبریالان زړه تورې کړي دي. دلته نه د خبریالانو ځاني خوندیبو شته او نه هم د هغوی د پېښو څېړلو لپاره قضایي مرجع.»
افغان خبریال رحمت اله زیارمل وايي:« د اسلامي امارت مسوولینو وروستیو څرګندونو موږ ته هېلې راکړي دي،خو بیا هم په دې وروستیو کې کې مالوماتو ته لاسرسی کم شوی دی. وروستی پېښې د اندیښنې وړ دي. موږ له اسلامي امارته غواړي،چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي او مالوماتو ته لاسرسی زیات کړي،تر څو خبریالان د ټولنې حقایق خلکو ته ورسوي. خبریالان د هېڅ چا نه دي،بلکې د ټولو دي.»
د طالبانو او نورو ناپیژاندو کسانو له خوا که څه هم د تاوترېخوالي پېښې یوازې د افغان خبریالانو پر وړاندې ثبت شوي دي،خو پر کور دننه خبریالان شکایت کوي،چې مالوماتو ته د لاسرسی ډېری چانس بیا بهرنیو خبریالانو ته ورکول کېږي.
بارو دا دی،چې خبریالي او خبریالان پر چا پورې اړوند نه ده او طالبان دې هم دې قشر ته د بې پري ډلې پر سترګه وګوري او د هغوی د ژوند خوندیتوپ په ګډون دې کاري زمینه ورته برابرې کړي.