Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

خلیل زاد: افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته نه دی رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/30

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي،په افغانستان کې د امریکا ماموریت پای ته نه دی رسېدلی او په خبره یې لا ډېر مسوولیتونه لري،چې ترسر یې کړي.

خلیل زاد دافغانستان د کنګل شویو پیسو پر خلاصیدو ټینګار کړی اوله نړیوالې ټولنې یې غوښتي،چې په دغه هېواد کې د احتمالي پیښیدونکي ناورین مخه ونیسي.

خلیل زاد زیاته کړې:« دافغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې شي او د هر ډول احتمالي بحران مخه دې ونیول شي. په افغانستان کې د امریکا کار لا ختم نه دی او لاهم زیات مسولیتونه لري. طالبان هم باید د نړیوالې ټولنې شرایط ومني او نړیوال دې هم اجازه نه ورکوي،چې په دغه هېواد کې جګړې دوام وکړي او د یو بل ناورین لامل شي او له افغانسان سره باید مرستې پیل شي.»

د خلیلزاد له دغو څرګندونو داسې انګېرل کېږي،چې ګني امریکا غواړي،له اسلامي امارت سره په همغږۍ له داعش سره  د جګړې لپاره بېرته راوګرځي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، امریکا لاهم داسې فکر کوي،چې افغانستان یې په غیر مستقیم ډول کنټرول کې دی.

شنونکی عزیز معارج  وايي:« د خلیل زاد وروستۍ څرګندونې دوه عمده معنی لري،یو دا چې امریکا تر اوسه افغانستان نه دی پریښی،یعني پر افغانستان باندې خپل کنټرول لري، یا په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه باندې او دویمه مانا یې دا دی،چې د امریکا ماموریت په دې نه دی ختم شوی،چې کیدای شي یا له طالبانو سره یا له طالبانو سره پر همغږۍ له داعش سره کومې جګړې بیا دلته را شي، خو په ټوله کې د افغانستان دولت ته ملت  او سیمې هېوادونو ته دا یوه ډېره لویه خبر تیا دهوچې دوی باید خبر واوسي او هرڅوک دې خپل تدابیر ونیسي.»

خوځنې نور بیا په دې اند دي،چې امریکا غواړي،له افغانستان سره یو نوی باب پرانیزي او د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په صورت کې له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې زیات کړي.

شنونکي طارق فرهادي وايي:«  طالبان باید هڅه وکړي،چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او په هغه صورت کې امریکا کولای شي،چې بشري کمک چې کوي،زیات یې وکړي، دیپلوماتیک کمک وکړي،که هم  په افغانستان کې نشته شاید یوه ورځ بېرته راشي او همدا راز اقتصادي کمک وکړي. په نړیوال بانک کې او د پیسو په وجهي صندق کې د امریکا رایه زیاته مهمه ده،چې د افغانستان پیسې ازادې شي.»

د افغانستان نوی نظام تر اوسه پورې د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پیژندل شوی،خو د امریکا په ګډون ځېنو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو اعلان کړی، چې ځېنې رارسیدلې هم دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist