د افغانستان اسلامي امارت د نظامي لېکو تصفیې کمېسیون مشر لطف الله حکیمي وايي، هغه کسان له نظامي لیکو اېستل کیږي او محکمې ته سپارل کېږي، چې د د اسلامي امارت له اصولو سرغړونه کوي او خلک ځوروي.
حکیمي وایي، د داسې کسانو لپاره د اسلامي امارت مارت لیکو کې ځای نه شته دی،چې خپلسرې چاپې وهي،له خلکو په شخصي ډول پیسې او وسلې غواړي او باجګیري کوي.
حکیمي زیاتوي:« که دغه ډول خلکو وحشت خپراوه، خپلسرې چاپې یې وهلې، خلک یې ځورول،وسلې او پیسې یې اخیستې او باجګیري یې کوله، دا خلک د کمېسیون له لوري له لاسه نېول کیږي او محکمې ته سپارل کېږي.
حکیمي وایي، پر صحرایي محکمو بندیز لګول شوی او څوک اجازه نه لري،چې د محکمې له حکم پرته چاته سزا ورکړي.
حکیمي زیاته کړه:«مجاهدینو د جاسوس په نوم خلک نیول،وژل یې،خو شکنجه کول یې نه په محکمه یې وژل په خپل سر یې نه وژل، صحرایي محکمې بندې دي اوس نظام ده، مخکې هم نظام و. دلته محکمې شته دی،هغوی ته به موضوع راجع کېږي،پر خپل سره به خلک نه محاکمه کوي.»
د پکتیا،پکتیکا او خوست د استخباراتي ادارو مسوولین وایي، د نظامي لیکو تصفیه یې پیل کړې او هغه کسان له لیکو اېستل کېږي،چې خپلسري کوي.
د خوست د استخباراتو ادارې استازی وايي:« موږ د لېکو د تصفیې لپاره خپل کمېسیون جوړ کړی دی. له والي سره مشوره کوو،دایت ترې اخلو، څه ناڅه مو عملي کار کړی دی او لا روان دی.»
د پکتیا د استخباراتو ادارې استازی بیا وايي:« موږ له دغه پریکړې هرکلی کوو، مخکې مو هم پام وه. هغه کوم جدولونه چې راکړل شوي و،هغه ترتیب شوي دی.»
د اسلامي امارت د نظامي لیکو تصفیې کمېسیون وایي ، د شپې پر چاپو بندیز لګیدلی او د اړتیا پر مهال به تالاشي هغه وخت ترسره کېږي،چې د سیمې اوسېدونکي او دیني عالمان هم حاضر وي.