د سیاسي چارو یو شمر تحلیل کوونکي وايي،د جي شل هېوادونو دوه ورځينۍ ناستې ته تمې شته،چې د افغانستان په اړه به په کې مهمې پرېکړې او بحثونه وشي.
دوی وايي، تمه لري،چې دغه ناسته به د روان ناورین مخنیوي او همدا راز د ترهګرۍ ګواښونو د مخنیوي برخه کې ګټوره تمامه شي.
تحلیل کوونکی میربت خان منګل وايي:« د جي شل هېوادونو ناسته کې د مرستو او د دې ترڅنګ د تروریزم د مخنیوي په برخه کي د افغانستان په تړاو بحث ولري.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عبدالحی قانت وايي، په دغه ناسته کي امریکا هم ګډون کوي او په خبره یې ښايي له یاد هېواد غوښتنه وشي،ترڅو د روان اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د افغانستان کنګل شوې پيسې ازاده کړي.
قانت زیاته کړه:« په دې ناسته کې د بشر حقونو او د ښځو حقوقو په اړه به بحث وشي او د دې ترڅنګ د کنګل شویو پیسو په تړاو به هم بحث او خبرې په کې وشي.»
یو شمیر نور بیا له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي او زیاتوي،چې د ژمي په رارسیدو سره ډېری افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د جي شل هېوادونو دغه دوه ورځنۍ ناسته نن او سبا د ایټالیا په پلازمېنه روم کې جوړېږي،چې غړي هېوادونه به په کې د نړۍ پر اقلیم بدلون او همدا راز د افغانستان په اړه مهم بحثونه او پرېکړې وکړي.