Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د یوازنۍ یهودۍ توبا مرادي کورنۍ غړي هم له هېواده ووتل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/30

په افغانستان کې د یوازنۍ یهودۍ توبا مرادي کورنۍ، چې د طالبانو له راتګ وروسته یې غوښتل له هېواده ووځي، څو ورځې مخکې له کابله البانیا ته ولاړل او ټاکل شوې ده، چې  له هغه ځایه کاناډا ته لاړ شي.

له ۸۳ کلنې توبا مورادي سره د هغې شپږ نږدې خپلوان هم  شامل دي، چې د اسرا ایډ په نوم د اسرائیلو یوې بشري مرستندویه موسسې له خوا له افغانستانه واېستل شول.

د توبا مرادي خویندې او ورونه که څه هم په اسرائیلو کې اوسېږي، خو وایي، غواړي له خپلو هغو څلورو ماشومانو سره ژوند تېر کړي، چې شل کاله مخکې یې افغانستان پریښی دی.

مرادي وايي:« هېواد مې پرېښود. زه له خپل هېواد افغانستان سره ډېره زیاته مینه لرم، ډېره زیاته مینه ورسره لرم، خو د ماشومانو ژوند مې له ګواښ سره مخ وو، نو اړه شومه، چې له هېواده ووځم.»

توبا مرادي، چې د بل نامتو افغان یهودي زابلون سومامنتوف له کورنۍ سره تړاو لري، یوه له هغو لسو ماشومانو ده، چې لسیزې وړاندې کابل کې یوې یهودې کورنۍ کې زېږېدلې وه.

هغه په ۱۶کلنۍ کې له کوره تښتېدلې وه او له یوه مسلمان افغان سره یې واده کړی و او تر دې دمه یې د خپل دین له پټولو پرته ژوند کاوه، خو اوس وایي، نور یې ژوند په ګواښ کې دی.

هغه وایي، افغانستان یې ډېر یادېږي، خو د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره یې د هېواد د پرېښودو پریکړه کړې ده.

مرادي زیاته کړه:« زه خوښه یمه، چې له اولادونو سره مې یم. په شپو شپو به مې اولادونه نه لېدل، له سترګو به مې اوښکې روانې وې. زه مې له خپل هېواد سره ډېره زیاته مینه لرم، کله چې زه له هېواده وتلم، له سترګو مې اوښکې روانې وې. په کندز کې مې وژړل، په مزار شریف کې مې وژړل، په الوتکه کې مې هم ډېر وژړل.»

توبا مرادي وایي، خویندو او وروڼو یې څه باندې ۵۰ کاله مخکې افغانستان پریښی او اسرائیلو ته تللي او په وینا یې د پلار او مور قبرونه یې هم همالته دي.

طالبان که څه هم په هېواد کې د مذهبي لږکیو ژوند په اړه ډاډ ورکوي، خو دوی وایي افغانستان کې یې ژوند په ګواښ  کې دی او نور نه غواړي دلته ژوند وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist