Skip to content
په کابل کې نن پنج شنبه د «۱۴۰۰ کال د لړم پر۶ مه» د شااخوا ۱۲۰ بېلا بېلو شرکتونو استازو د یوناما مخې ته اعتراض وکړ،چې ولې نړیوال بانک د پروژو پیسې نه ورکوي.
د شرکتونو استازي وایي، د ۱۲۱ پروژو له درکه یې نړیوال بانک ۵ اعشاریه ۳ ملیارده افغانۍ پوروړی دی.
په دغه پروژو کې ۳۶ یې بشپړې شوي او پاتې نورې نیمګړي پاتې دي، چې دوی یې د بشپړو کړو پروژو لګښت او د نیمګړو پاتو پروژو د بشپړولو اجازه غواړي.
د یوه خصوصي شرکت مشر سردار ولي انتظار وايي: «له نړیوال بانک زموږ غوښتنه دا ده چې کومې پروژې د اګست ۱۵ مخکې بشپړې شوې دي، زموږ پېمنټونه، زموږ انوایسونه او پیسې دې راکړي، ځکه دا زموږ قانوني حق دی او نړیوال بانک دې زموږ حقوقو ته درناوی ولري.»
دغو شرکتونو په قانوني بڼه له نړیوال بانک سره تړونونه کړي او غوښتنه یې دا ده چې یاد بانک دې خپلې ژمنې عملي کړي.
دوی وایي، د تېر اګست میاشتې له ۱۵ مې راپدېخوا له مالي بحران سره مخ دي او د هرې ورځې په تېرېدو زیان زیاتېږي، چې باید نړیوال بانک یې جبران هم ورکړي.
د یوه خصوصي شرکت استازی اسماعیل اندړ وايي: «له تحولاتو مخکې مو چې کوم کارونه کړې وو، د هغو انوایسونه او اسناد جوړ شوي او نړیوال بانک ته رسېدلي دي، خو نړیوال بانک له تیرو درې میاشتو راهیسې، موږ ته هېڅ یو مثبت جواب نه دی راکړی او زموږ پیسې یې موږ ته نه دي حواله کړي. موږ قرارداد د نړیوال بانک د لایحې مطابق له همدوی سره کړی دی.»
د شرکتونو مسوولینو له یوناما وغوښتل چې غږ یې تر نړیوال بانک ورسوي او د دوی حق ورته ترې واخلي، چې یوناما د یادو شرکتونو په استازولۍ درې کسان وروغوښتل چې ورسره په همدې تړاو خبرې وکړي.