دغه راز کریمي وايي، متقي له اروپایي ټولنې دا هم غوښتي، چې پر ګډه له امریکا وغواړي، ترڅو د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازاده کړي.
کریمي زیاته کړه: «متقي صاحب له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته یو حاکم نظام لري، په کار ده چې نړیواله ټولنه پر ګډه د امریکا له متحده ایالاتو وغواړي چې د افغانستان د خلکو په ملي شتمنۍ بندیزونه لرې کړي.
همدارنګه اسلامي امارت د یوه مسول حکومت په توګه هغه شرطونه پوره کړي، چې پر رسمیت وپېژندل شي.»
تر اوسه پورې چې د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ کومې ناستې شوي دي، په دوه اړخیزو همکاریو ولاړې دي.
نړیوال له طالبانو غواړي چې په خپل دریځ کې بدلون راولي او سیاسي پروسه ټول شموله کړي، خو طالبان د هرڅه وړاندې له نړیوالو دا تمه او غوښتنه لري، چې دوی پر رسمیت وپېژندل شي.