• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د ښوونیز بهیر بېرته فعالولو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/10/28

ملګرو ملتونو پورې اړوند د یوه ښوونیز بنسټ مشره یاسمین شریف د یاد سازمان ناستې ته د پرلېکې وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ښوونیز بهیر د بېرته فعال کولو  لپاره شااوخوا یو میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

یاسمین وايي، وړاندې له هغې چې د افغانستان ښوونیزه برخه فلج شي، باید په اړه یې اقدام وشي.

یاسمین شریف زیاته کړه: «موږ ته په دې ماموریت کې  مالومات وشول، چې موږ شااوخوا یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو. افغانستان کې د نجونو او هلکانو د ښوونیز بهیر لپاره باید یو میلیارد ډالر پانګونه وشي. په دې کې باید د ملګروملتونو نورې پروسې او سازمانونه هم باید شامل شي، چې ګډ کار وشي.»

د “زدکړې انتظار نه شي کولای” په نوم بنسټ مشره یاسمین شریف وايي، د اوس لپاره تر ټولو اړین کار دا دی، چې ښوونکو ته د هغوی تنخواوې ورکړل شي، ترڅو هغوی تدریس ته زړه ښه کړي.

هغه وايي: «تر هرڅه لومړی باید اوس د ښوونکو او ښوونځیو نورو کارکوونکو ته تنخواوې ورکړل شي. دا باید لومړیتوب اوسي. لکه څنګه چې ما مخکې وویل، یونیسف دا ظرفیت لري او کولای شي، ساحه کې مالي ملاتړ وکړای شي. له ښوونکو پرته ښوونځي نه شته دی.»

یاسمین وايي، په افغانستان کې د ښوونیز بهیر راتلونکې ته څه نا څه هیله لري، ځکه له اسلامي امارات سره یې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې شوې دي.

هغې زیاته کړه: «لومړی دا چې موږ په ډېر محتاط ډول خوشبین یو. همدا راز ملګرو ملتونه هم باید هېله من اوسي، ځکه که موږ خوشبیني له لاسه ورکړو، په غرنيو سیمو کې به ښوونځي ته تلوونکې نجونې هم خواشینې شي او ناهیلې به شي. ورسره اسلامي امارت هم ژمنې کړې دي، چې ښوونځي به بیرته ژر پیلوي.»

له دې سره یاسمین په افغانستان کې د هوا د سړېدو، ګونګ راتلونکي، وزګارتیا او د لوږې کچې د لوړیدو له امله اندیښنه څرګنده او افغانستان یې له یوه ستر بشري ناورین سره مخ وباله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې
افغانستان

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې
افغانستان

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي
افغانستان

روبیو: امريکا ته په شرایطو برابرو افغانانو لېږدول نه دي لغوه شوي

مې 22, 2025
کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت اوونۍ په مناسبت اووه ورځنی نندارتون پيل کېږي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه له سره څېړو

مې 22, 2025
ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

ملګري ملتونه: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

مې 22, 2025
ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

ابراهیمي: تېر کال ۴۰ زره تنو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې

مې 22, 2025
کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

کابل کې د ګلانو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

مې 22, 2025
جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

جي.آر.اېف.سي: افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ کچه په تدریج لوړه شوې

مې 22, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist