Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابلوف: د روسیې فارمټ ګډونوال د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو کار کوي

admin by admin
2021/10/27

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روسیې فارمټ ګډونوال هېوادونه د اسلامي امارت پر رسمیت پیژندلو  غور کوي او په خبره یې ملګري ملتونه هم پر ورته تګلاره کار کوي.

کابلوف زیاته کړې:« یو شمېر هېوادونو پر ځینو مواردو لکه د افغانستان له خاورې نه د چا پر ضد کار نه اخېستل، د مخدره توکو پر ضد مبارزه او داسې نورو مواردو باندې ټینګار کاوه،چې د هغو په تړاو هم طالب استازو ډاډ ورکړی او پر جزئیاتو به یې نور کار هم وشي.»

کابلوف ویلي، د ملګرو ملتونو تخنیکي کمیټه پر افغانستان د بندیزونو پر لرې کیدو غور کوي او عملا د تخنیکي چارو پر چټکتیا کار پيل شوی دی.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي  بیا وايي، که د مسکو فارمټ ناستې ګډونوال هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني؛ په سیاسي او اقتصادي وضعیت به مثبت اغیز وکړي.

دوی وايي، د دې لپاره چې افغانستان وکولی شي خپلې پیسې او پاسپورت چاپ کړي، باید له حقوقي خلا څخه نجات پیدا کړي او لازمه ده چې افغانستان د یو هېواد په توګه وپيژندل شي.

شنونکی طارق فریادي  وايي:«که د مسکو فارمټ ناستې ګډونوال هېوادونه په راتلونکو دوه یا درې میاشتو کې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني،یو نیک کار دی،چې باید افغانستان له حقوقي خلا نجات پیدا کړي.»

خو ځینې نور بیا د نوي حکومت د رسمیت پيژندو لپاره د ملګرو ملتونو او امریکا له تور لیست نه د یو شمیر طالب مشرانو د نومونو اېستل مهم  بولي او ټنیګار کوي،چې د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره دې اسلامي امارت د نړیوالو له لوري وړاندې شوي شرایط ومني.

شنونکي دا ویره هم لري، که اسلامي امارت پرر رسمیت ونه پېژندل شي،ښایي افغانستان ته نورې وسله والې ډلې لار پيدا کړي.

شنونکی خلیل احمد نادم وايي:«که پر رسمیت ونه پېژندل شي،نو هره وسله واله ډله به افغانستان ته راځي،چې د نړیوالو له همکارۍ پرته به یې مخنیوی ستونزمن وي.»

شنونی احمد خان اندړ وايي:« نړۍ باید پرېنږدي،چې افغانستان له یوه ناورین سره مخ شي او موږ باوري یو،چې د افغانستان اړیکې به له نړۍ سره ښې شي او د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو ته ډیرې ښې لارې هوارې شي.»

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د روسیې فارمټ نږدې ټولو ګډونوالو پر دې هوکړه کړې،چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو باندې به کار وکړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist