Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت: د اروپايي ټولنې  دفتر بېرته پرانېستل کېدو هرکلی کوو

admin by admin
2021/10/26

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی وايي،د اروپايي ټولنې هغه اقدام ستایي،چې بېرته خپل دفتر پرانېزي.

سمنګانی وايي، اروپايي ټولنې ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي  او له نورو ټولنو او سازمانونو هم غوښتنه کوي، چې خپل دفترونه بېرته خلاص کړي.

سمنګاني زیاته کړه:« د اروپايي تولنې د دفتر پرانېسلو هرکلی کوو او له نورو ټولنو او سازمانونو غواړو،چې خپل فعالیت بېرته پیل کړي.»

اروپايي ټولنه په راتلونکې نومبر میاشت کې خپل فعالیت پیل کوي او موخه یې د بشري ناورین سره مبارزه ښودلې ده.

اخوا سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،د اروپايي ټولنې دې اقدام ته تمې  پيدا شوي،چې نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو سره به د اسلامي ‌امارت اړیکې نږدې او د شته ستونزو حل کې به مرسته وکړي.

شنونکی جاوید مومند وايي:« د اروپايي ټولنې د دفتر پرانېستل یو ښه ګام دی،له دې سره به  د طالبانو او نورو هېوادنو اړیکې پیاوړې شي او مرستې به زیاتې شي.»

یو شمېر شنونکي په دې باوري دي،چې د اروپايي  ټولنې دفتر پرانېستل د طالبانو پر رسمیت پېژندې په مانا نه دي، بلکې د خپلو اندېښنو د رفع کېدو لپاره هڅه کوي،چې له افغان ولس سره مرسته وکړي.

شنونکی ویس ناصري وايي:«  د اورپايي ټولنې د دفتر پرانېستل د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي او اورپايي ټولنه د خپلو اندېښنو لپاره غواړي،خپلې مرستې جاري وساتي.»

پخواني دیپلوماتان بیا د اروپايي ټولنې او طالبانو تر منځ د خبرو یادونه کوي او زیاتوي،چې دغه ټولنه خپل دفتر د ځینو وړاندیزونو او غوښتنو پر اساس بېرته فعاله کوي او موخه یې یوازې بشري مرسته کول دي.

د تېر حکومت له پرځیدو سره جوخت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په ګډون ډېری نړیوالو سازمانونو،ټولنو او ګڼو سفارتونو خپلې دروازې بندې کړې او له افغانستان څخه ووتل،خو شته ځينې سفارتونه چې تراوسه یې فعالیت نه دی درولی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist