Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: روسیه د داعش ډلې ګواښونو په پلمه د پخواني شوروي اتحاد د جوړېدو هڅه کې ده

admin by admin
2021/10/24

روسیې له تاجکستان سره یو ځای د افغانستان په پوله خپل امنیتي تدابیر زیات کړي او دواړو هېوادونو ګډ پوځي مانورونه ترسره کړل.

د مرکزي اسیا هېوادونه اندېښنه لري،چې افغانستان کې یو شمیر ترهګرې ډلې فعالې شوې دي او په ټوله سیمه کې د ویجاړۍ او ورانکارۍ اراده لري.

د روسيې وسله وال ځواک قوماندان یوجیني پوپلواسکي ویلي، طالبان غواړي،له افغانستان څخه نورې سخت دریځې ډلې وباسي او هغه به هرومرو د تاجکستان لور ته وغځيږي.

پوپلواسکي زیاته کړې:« طالبان هڅه کوي،چې داعش او نورې ترهګرې ډلې له خپلې خاورې وباسي او نورو هېوادونو ته یې وشړي. موږ د همدې له امله اندیښمن یو،چې دغه سخت دریځې ډلې به د تاجکستان خاورې ته ننوځي.»

روسیه او تاجکستان دا پوځي تمرینات داسې مهال پیل کوي،چې وړمه ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالب مشرانو سره په خبرو کې هم له افغانستانه د هغوی خاورې ته د ترهګرۍ د ګواښ پیښیدو اندیښنه څرګنده کړې وه.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی په دې باور دي،چې روسیه غواړي په دې سره مرکزي اسیا هېوادونه وډار کړي او د داعش د ګواښ په پلمه پخوانی شوروي اتحاد جوړ کړي،هغه اتحاد چې افغانستان کې د روسیې له ماتې وروسته دړې وړې شو.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« تېر تاریخ ته ګرځو، دېرش کاله وړاندې شوروي اتحاد مات شو، روسیه کمزورې شوه امریکا سیمې ته راغله، اوس چې امریکا تللې،روسیه بېرته قوي شوې بېرته غواړي،پخواني اتحاد ته وګرځي امکان د دې شته چې داعش لوړ وښودل شي ترڅو روسیه د مرکزي اسیا په هېوادونو اغیز پیداکړي.»

د ناټو په وروستۍ بېړنۍ ناسته کې چې د افغانستان په اړه راغوښتل شوې وه، د دغه سازمان مشر وویل،غړي هېوادونه یې ټينګار لري،چې طالبان باید ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې له افغان خاورې نړیوالو ته ګواښ پیښ کړي.

سټولټنبرګ ویلي، دا د منلو وړ نه ده،چې افغانستان دې یو ځل بیا د ترهګرو پر پټن ځای بدل شي.

خو اسلامي امارت پر دې باور دي،چې داعش ته کمپاین روان دی او هڅه کېږي،دغه وسله واله ډله لویه وښیي.

تحلیل کوونکي بیا مرکزي اسیا هېوادونو ته د داعش ورتګ او په اړه یې د روسیې اندېښې  بې ځایه بولي.

تحلیل کوونکی شفیق همدرد  وايي:« زه فکر کوم،که چېرته افغانستان کې د داعش په خلاف جدي عملیات پیل کېږي او داعش افغانستان پرېښودو ته اړ کېږي،فکر کوم داعش لپاره منځنۍ اسیا مناسب ځای نه ده. دوی به هلته د تګ لپاره زړه ښه کړي،ځکه د نفوذ ساحه نه لري او خپل اکمالات په داسې حال کې نه شي کولای، نو د روسې اندېښنې بې ځایه دي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو په اړه شک ښودلی او ویلي یې دي،چې ښايي د القاعدې مشر ایمن الظواهري افغانستان کې وي، هغه څه چې اسلامي امارت رد کړې او ډاډ ښيي،چې بهرنیو وسله ‌والو ډلو ته افغانستان کې ځای نه ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist