عبدي وايي:« افغانستان داسې هېواد دی،چې اوس مهال په ناورین کې دی. د دغه هېواد ماشومان تر ټولو زیات د دغه ناورین بیه پرې کوي. د طالبانو له راتګ وړاندې هم ۱۰ میلیونه ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لرله او شااوخوا یو میلیون ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي،درملنې ته اړتیا لري.»
عبدي اندیښنه څرګنده کړه،چې راتلونکو څو میاشتو کې به وضعیت نور هم ګواښوونکی شي،چې هغه یې ستر لاملونه کډوالي، د امنیت نشتوالی او وچکالي بولي.
عبدي وايي:« وضعیت ډېر خراب دی او نور هم د خرابېدو لور ته روان دی. موږ دا وړاندوینه کوو،چې د ماشومانو او ښځو بشري اړتیاوې به نورې هم زیاتې شي. موږ به په راتلونکو څو میاشتو کې د دې حالت شاهدان واوسو، لامل یې د اوبو نشتون، امنیتي ستونزې او کډوالي ده.»
بل لور ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ملود چاووش اوغلو له افغاني لوري سره تر لیدو وروسته د ماشومانو او ښځو پر کار او زدکړو ټینګار کړی دی.
اوغلو زیاته کړې:«موږ له افغاني لوري سره یو شمیر سپارښتنې شریکې کړې. موږ د ښځو کار او د ماشومانو د زدکړو سپارښتنه وکړه. موږ پرې دا تاکید هم وکړ،چې دغه سپارښتنې دې د لویدیځو له لوري نه ګڼي،بلکې دا دې له اسلامي نړۍ څخه د یوه پیغام په توګه وبولي.»
اخو ملګري ملتونه پر مرستندویه هېوادونو هم غږ کوي،چې د افغان ولس وضعیت دې له پامه نه غورځوي او هغوی دې ژر له یوه ستر بشري ناورین وژغوري.