د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص وايي، که په افغانستان کې روان حالت همدا شان دوام وکړي، نو د فقر کچه به له ۹۰ سلنې پورته شي.
خالص وايي، مرستندویه هېوادونه، خیریه بنسټونه او شتمن خلک دې ورسره مرستې وکړي، تر څو د بې وزلو لاسنیوی وکړي.
خالص وايي: «زه په خپل وار سره په هېواد کې دننه پر ټولو خیر پاله هېوادوالو او پر نړیواله کچه په ټولو نړیوالو او خیریت بنسټونو غږ کوم، چې په خپلو مرستو سره د دې ناورین په مخنیوي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ملاتړ وکړي.»
سره میاشت وایي، وچکالۍ، تیرې نا امنۍ، فقر، لوړ قېمتونو، بندیزونو او وباء ګانو د افغانانو ژوند ګواښلی دی.
غونډې ته د اسلامي امارت د سرحدونو او قابلیو چارو وزارت چارسمبالی نورالله نوري هم راغلی و او له سرې میاشتې ټولنې څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
نوري وایي، نړیوال دې د بشردوستۍ له مخې او اسلامي هېوادونه دې د اسلامي ورورولۍ له مخې مرستې وکړي او د افغانانو لاسنیوی دې وکړي.
هغه زیاته کړه: «بالخصوص اسلامي نړۍ داسې اقتصاد لري، امکانات لري، خیریه مؤسسات لري، چې د افغانستان هر ګوټ ګوټ ته، هر کلي ته دا امکانات رسولی شي. زه په دې باور یم،چې اسلامي هېوادونو کې داسې هېوادونه شته دی، چې د خپل هېواد هغه زکات او عشر راجمع کړي؛ د افغانستان هر فرد ته رسېدای شي.»
غونډه کې د ای ایف ار سي سازمان استازي رابټ د خپل سازمان له خوا ژمنه وښوده، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او له نورو یې هم وغوښتل، چې په روان سخت وضعیت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
رابټ زیاتوي: «ای ایف ار سي ژمن دی، چې د سرې میاشتې ټولنې سره د دوی د مالي پایه دارۍ او تداوم په برخه کې اوږه پر اوږه لاړه شي. موږ به سره یو ځای کار کو، چې سره میاشت خپل فنډ پیدا کړي او قوي یې کړي.»
د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم غونډې ته په رالیږلي پیغام کې پر نړیوالو غږ کړی و، چې له افغانستان سره مرستې وکړي او یادونه یې کړې و، چې امارت د بشرپالو خدمتونو ملاتړ کوي.