د کابل ښاريان وايي، سره له دې چې بې روزګاري زیاته شوي، خو په خبره یې د بیو نه کنټرول او بيو لوړوالي ورته ستونزي پيدا کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «ستونزه دا ده،چې سخته قيمتي ده، مخکې دولت کې ښه وه، ډېره ارزاني وه. يوه بورۍ اوړه به په ۱۵۰۰ افغانۍ وو. قېمته به يې په ۱۶۰۰ افغانۍ بورۍ وه، خو اوس ۲۳۰۰ او يا ۲۳۵۰ افغانۍ یوه بورۍ اوړه دي، چې د چا وس ورته نه رسيږي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: «نه پوهېږم، خو تجاران وروڼه هم زیاتی کوي. اسلامي امارت بايد دې برخې ته پام وکړي، ځکه کار نه شته دی. کله چې ته په اوه يا شپږ او يا هم پنځه زره افغانۍ کار وکړې، هغې کې بیا اوړه اخلې، غوړي اخلې، که بوره اخلې. ګازو ډېر مشکلات جوړ کړي دي. ګاز اوس کیلو په ۹۰ افغانۍ ده.»
سوداګر او د خوراکي توکو د لویو ګودامونو مالکین بیا وايي، په لویو لارو کې د ګمرکي محصول لوړېدل، هم د توکو د بيو لوړېدو لامل شوي دي.
هټۍ وال وايي: «مخکې به د زرنج ولا راته بورئ راوړلې. بيخي به راتللم هم نه، زنګ به مې چې ورته وکړ، راته راوړل به یې. کاروبار هم ښه و، چا څه نه ویل، خو اوس قيمتي زیاته شوې ده، چې مخکې به هغه چا چې بورۍ اخيسته اوس تولکي ته راغلي دي.»
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند بیا د نرخونو د لوړېدو ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې ژر به د سوداګرو پر مخ شته ستونزې حل کړي، تر څو د توکو په بيو کې ټيټوالی راشي.
مومند زیاتوي: «موږ هڅه وکړه د افغانستان خلک او سلامي امارت د افغانۍ په ثبات کې څنګه کوشش کولای شو. زه فکر کوم کوم خاص د نرخونو برخه کې تغیر راځي. زموږ ارتباط څومره له نورې دنیا سره غږيدلی شی، د بانکونو سيستم عادي ميتود ته راګرځېدل کولای شي د نرخونو هم .»
وروسته له هغې چې طالبانو تېر حکومت سقوط کړ، ور سره امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نهه اشاریه شپږ میلیارده پانګه کنګل کړه، چې په دې پیسو کې یوه برخه یې د افغان سوداګرو هم ده.
باور دا دی، تر هغې چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نه شي او د طالبانو پر مشرۍ حکومت پر رسمیت ونه پيژندل شي، ستونزمنه د ،چې وضعیت کې ښه والی راشي.