قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوحې ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي د سفر په جریان کې تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د ناروې له سفير لینډ مین سره په دوحه کې وکتل.
ډاکتر نعیم لیکلي، کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د تاریخي او کلتوري اثارو پر ساتنه خبرې وشوې.
نعیم زیاته کړې، ناسته کې دغه راز پر تعلیم، بشر حقونو او ډيپلوماتيکو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې.
د ناروې هئیت له افغانستان سره د بشري مرستو پر زیاتوالي او دوام ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، د ناروې بشري مرستې د بېلا بېلو نړیوالو بشري موسساتو لخوا دوام لري او په راتلونکي کې به هم دوام ولري.