هغه له نړیوالو غوښتي، چې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي ترڅو خیریه بنسټونه موسسات او حکومت د خپلو سرچینو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشونه ورسوي.
د امریکا او اروپایي تولنې استازو هم منلې، چې افغانستان کې بې ثباتي د چا په ګټه نه ده، خو ویلي یې دي ځینې اندېښنې لري، چې باید له امارت سره یې شریکې کړي، چې د هغوی د پاملرنې په صورت کې به یې پر اړیکو مثبت اغیز وکړي.