د جي شل هېوادونو په غونډه کې چین او روسيې ګډون نه و کړی، خو امریکا ګډون کړی و او ویلي یې دي، چې دا مرستې به طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د نړیوالو سازمانونو پر مټ به وېشل کېږي.
د بریتانیا د بهرنو چارو وزیرې لیز ټرس د بشر حقونو په تړاو هم سپارښتنې کړي او زیاته کړې یې ده، چې له طالبانو سره چلند به یې د هغوی د کړنو پر بنسټ وي.
د جي شل غړو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړې، خو ټینګار یې کړی، چې دا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده.