د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل ویلي، دوی لا دې ته نه دي اماده، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني.
میرکل ویلی، تر هغې چې دغې ډلې په خپل حکومت کې د ټول شموله حکومت معیارونه نه وي پوره کړي، دوی به یې په رسمیت ونه پېژني.
میرکل پرون د نړۍ د شلو لویو بډایه هېوادونو یا جي شل ډلې رهبرانو ته تر وینا وروسته په یوه کنفرانس کې دا خبرې کړي دي.
تر دې مخکې د نړۍ نورو رهبرانو هم طالبانو ته ورته پیغام ورکړی دی.