Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: له اسلامي امارت د امریکا ځینې غوښتنې د کابل او واشنګټن پر زیان دي

admin by admin
2021/10/13

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د اوسني افغانستان په تړاو د امریکا متحده ایالتونو دریځ د کابل او واشنګټن پر ګټه نه بولي او ټينګار کوي،چې امریکا دې پر اسلامي‌امارت د خپلو غوښتنو منلو لپاره د بېځایه فشارونو واردولو پرځای طالب مشرانو سره ديپلوماتیکې خبرې پيل کړي.

د مالوماتو له مخې، امریکا د نورو وړاندیزونو سربېره له طالبانو غوښتي چې القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي، د داعش ډلې ضد مبارزه وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې ترهګرې ډلې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي. دا هغه غوښتنې دي چې اسلامي امارت له وړاندې پوره کړي دي.

تحلیل کوونکي ځينې غوښتنې پرته له فشار بل څه نه بولي او ټینګار کوي چې طالبان دې هم شرطونه کېږي.

تحلیل کوونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« پر افغانانو باندې په داسې حال کې فشار راوستل، یا د پیسو کنګل کول او یا هم نور اقتصادي مسایل، دا امریکایان خپلې نتیجې ته نه رسوي او دا حل لاره نه ده. په دې باندې افغانان لا د فقر او بې وزلۍ خوا ته ځي،چې دا په ضمن کې امریکایانو ته بله بدنامي ده،یوه د ماتې او بله همدا، نو غوره به دا وي،چې له ټولو ډیپلوماتیکو چینلونو په دې برخه کې کار واخېستل شي.»

د تحلیل کوونکو په باور له متحده ایالاتو سره د اسلامي امارت اړیکې یوه اړتیا ده او په خبره یې د امریکا اقتصادي ملاتړ کولی شي،چې هغه ستونزې قسما حل کړي،چې په اوس کې افغانان ورسره مخ دي.

دوی د هغو غوښتنو په عملي کېدو ټینګار کوي،چې امریکايي پلاوي په قطر کې له اسلامي امارت سره کړې ديؤخو وړاندیز کوي،چې په بدل کې یې باید له امریکا دیپلوماتیک مشروعیت، اقتصادي ملاتړ او همدا راز پر نړیواله کچه د ننني حاکمیت سره د ښو اړیکو ټینګښت شرط وګڼل شي.

تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت وايي:«هغه مشروع غوښتنې،چې امریکایانو په قطر کې وړاندې کړلې، باید عملي شي او په بدل کې یې له امریکایانو د دیپلوماتیک مشروعیت، اقتصادي ملاتړ او پر نړیواله ساحه کې د ننني حاکمیت سره د ښو اړیکو ساتل شرط وګڼل شي.»

بل پلو سپینې ماڼۍ ویلي،د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه یې دریځ نه دی بدل شوی.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و،چې دوی غواړي ډاډه شي،چې افغانستان یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې د بریدونو د چمتو کولو په مرکز نه بدلېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي:« کله چې تاسې د مرکزي بانک د زېرمو په اړه غږېږئ،زه نه غواړم،ډېر وړاندې لاړ شم، خو هغه څه چې زه یې په دې اړه وایم، هماغه خبره ده،چې موږ په کراتو کړې ده. موږ د افغانستان هر راتلونکی دولت د هغوی د کړنو او په کلیدي برخو کې د دوی د چلن له مخې ارزوو او ورسره چلن کوو.»

شنونکي دافغانستان په تړاو د امریکا اوسنی دریځ چې د افغانانو میلیاردونه ډالره پانګونه یې کنګل کړې،د حل لاره نه بولي او په وینا یې غوره به دا وي،چې دیپلوماتیکې لارې غوره کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي
نړۍ

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist