ګوترس وايي، اسلامي امارت ښځو او بشري حقونو ته یې د ژمنتیا تعهدات نه دي عملي کړي.
ګوترس زیاتوي: «زه په دې ډېر اندیښمن یم،چې د طالبانو له لوري له افغان ښځو او نجونو سره شوې ژمنې ماتې شوې دي. دغه ماتې ژمنې د دې لامل کېږي، چې د افغان ښځو او انجونو خوبونه هم مات شي.»
ګوترس وايي، که په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی ونه شي، دغه ناورین به نور هېوادونه هم اغیزمن کړي، ځکه ورسره به جرمونه، ترهګري او کډوالۍ زیاته شي.
ګوترس زیاته کړه: «که موږ له افغانانو سره په دې وخت کې مرسته ونه کړو او ژر یې ونه کړو، یوازې افغانان نه بلکې ټوله نړۍ به د دې وضعیت بیه پرې کړي. هغوی خوراکي توکي نه لري، دندې او روزګار نه لري. موږ به وګورو،چې ډېر شمیر کسان به له خپلو سیمو تیښتې ته اړ شي، جرمونه، ترهګریزې شبکې او مخدره توکو کاروبار به هم زیات شي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې د طالبانو چلن باید د دې لامل نه شي، چې نړیوال پر افغان ولس فشار راوړي او هغوی یې په بدل کې د لوږې او بدمرغۍ بیه پرې کړي.
هغه وايي: «د طالبانو له لوري د بد چلن سزا باید افغان ولس ته ورنه کړل شي. ولس باید په هېڅ شرط له لوږې سره مخ نه شي. زما پیام دا دی چې ملګري ملتونه اوس هم په افغانستان کې دي او ټوله هڅه یې دا ده، چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.»