Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي: د ژوند له لومړنیو اسانتېاوو بې برخې یو

admin by admin
2021/10/12

د پکتیا ولایت  جاني خیلو ولسوالۍ  اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا او بیارغونې برخو کې د بېلابېلو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي او په خبره یې  د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي. 

 د جاني خېلو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«زموږ په سېمه کې ډېری داسې کارونه هم شوي، چې د جمهوریت په وخت کې باید شوي وای،خو نه دي شوي او موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»

د جاني خېلو یو بل اوسېدونکی وايي:« جاني خېلو ولسوالۍ کې د ناامنیو له کبله تېر حکومت هم کار نه دی کړې، اوس له اسلامي امارته غواړو،چې دغه ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او پروژې پلې کړي.»

د جاني خیلو د کلنیک تر څنګ د یو شمېر ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې نیمګړې پاتې دي او خلک یې د بشپړېدو غوښتنه کوي. 

د پکتیا جاني خېلو ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی وايي:« د کلینیک ودانۍ چارې او همدا راز  ځینو سېمو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چارې هم نیمګړې پاتې دي او اسلامي امارت باید دغه پروژې بشپړې کړي.»

د اسلامي امارت مسوولین هم مني،چې تیرو کلونو کې د جګړو له کبله جاني خېلو کې کار نه دی شوی .

د اطلاعاتو کولتور ریاست چارسمبالی خالقیار احمدزی وایي، د جاني خېلو ولسوالۍ ودانۍ جوړیدو لپاره بودیجه شته او د پوهنې او روغتیا برخو کې د ستونزو د هواري هڅې روانې دي.

احمدزی  وايي:« زموږ ډاډ دادی،چې د جمهوریت له لوري د ولسوالۍ ودانۍ ته کومه بودیجه ځانګړې شوې وه، هغه شته او د روغتیا او پوهنې برخو کې هم د شته ستونزو د هواري هڅې روانې دي.»

جاني خیل تیرو کلونو کې د پکتیا تر ټولو ناارامه ولسوالي او د امنیتي ځواکونو او طالبانو د جګړې ډګر و،چې څلور ځله یې سقوط کړی و او ټول دولتي تاسیسات یې ویجاړ شوي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی
نړۍ

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي
نړۍ

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist