د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز ته په وینا کې ویلي، یو متوازن سیاست کولای شي افغانستان له بې ثباتۍ وژغوري او د افغانستان او نړۍ ګټې خوندي کړي.
مولوي امیر خان متقي ویلي، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره مثبتې او پر دوه اړخیزې همکارۍ او تفاهم ولاړې اړیکې غواړي.
نوموړي ویلي، افغانستان د جغرافیا له نظره د سیمې د څلورلارې حیثیت لري او په خبره یې نوی حکومت اراده لري، چې د افغانستان له دغه ظرفیته پوره ګټه پورته کړي او په سیمه کې د ستر اقتصادي تحول لامل شي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، افغانستان د اسلامي نړۍ د وجود یوه مهمه برخه ده او دغه راز اسلامي امارت له عربي نړۍ او خلیجي هېوادونو سره ځانګړې اړیکې غواړي.
له اروپایي ټولنې سره د تعامل په اړه یې ویلي، چې له دغې ټولنې سره هم غواړي تفاهم او مثبت تعامل ولري.