د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د سره صلیب له تخنیکي ټیم سره په ناسته کې د دغه شرکت ستونزې شریکې کړي دي.
احمد کازاني چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هستوګنې او اوبو همغږۍ څانګې مسوول دی وايي، چمتو دی چې د بریښنايي بنسټونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې به له برېښنا شرکت سره همکاري وکړي.
هغه ژمنه وکړه، چې له سب سټېشنونو څخه به روغتونونو ته د برېښنا مزو غځولو او پر روغتونونو د لمریزې برېښنا د ښيښو لګولو په برخه کې به هم مرسته وکړي.
همدا راز د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي ریاست سرپرست حافظ محمد امین بیا په مرکز او ولایتونو کې د برېښنا رسونې شبکې پراختیا لومړیتوب وګاڼه او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به جدي هلې ځلې وکړي.