د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جاسپر ویک او د افغانستان لپاره د جرمني نومول شوي سفیر ماکوز پوتزیل سره تېره ورځ په دوحه کې لیدلي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، لیدنه په ښه فضاء کې ترسره شوې او دواړو خواوو د علاقې وړ پر ټولو موضوعاتو خبرې کړې دي.
مجاهد د جرمني د ځانګړي استازي له قوله لیکلي، افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او اسلامي امارت سره د یو واقعیت په توګه خپلې اړیکې جاري ساتي.
اسلامي امارت هم ډاډ ورکړی، چې د بشري مرستو رسوونکو امنیت به خوندي کوي، له نورو هېوادونو سره د مثبت او ښه تعامل غوښتونکي دي.