زده کوونکي وایي، بېلا بېلې وړتیاوې لري،چې په کمو،خو شخصي لګښتونو یې ان بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي او په خبره یې که همکاري ورسره وشي،کولی شي ټانکونه او نور مهم وسایل هم جوړ کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کوونکی احمد ظاهر وايي:« دا الوتکې کولی شي، تر دوه کیلو متره پورته شي او دغه راز تر دوه کیلو متره دوره وهي.»
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو بل زده کوونکی محمد ادریس بیا وايي:« که راتلونکي کې موږ ته امکانات په لاس راشي،کولی شو،تر دې پرمختللي وسایل او الوتکې جوړې کړو، چې وکولی شي یو شی انتقال کړي، کشف وکړي او یا پوځي ګټه ترې پورته شي.»
د بودیجې، تجهیزاتو او بیخ بناء کمښت ترڅنګ د رسمي، نیمه رسمي او غیر رسمي زده کړو ترمنځ نه همغږي، د قانون او ظرفیتونو نشتوالی، د دندو نه توپیر او داسې نور هغه ستونزې دي،چې مسؤلین وایي، چارې او پرمختګ یې ورته پڅ کړی دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې غړی روح الله هوتک وايي:«زموږا اوس ۸۵ سلنه نفوس له بې کارۍ سره مخ دی،چې د دوی لپاره باید یوه برنامه ریزي وشي او داسې پلې شي،چې وکولی شي،د کار بازر کې ګټور ثابت شي.»
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر فضل الرحمن فاضل وايي:« د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په دې لټه کې ده،چې زده کوونکو ته په کم لګښت او شفافه توګه باکیفیته تخنیکي او مسلکي زده کړې وړاندې کړي.»
د پوهنې وزارت مرستیال عبدالخالق صادق چې یاد نندارتون ته راغلی، ژمنه یې وکړه،چې له دغې ادارې سره به همکاري زیاته او له خیریه مؤسسو به وغواړي،چې مرستې ورسره وکړي.
صادق وايي:«موږ پر ټولو بهرنیو موسسو غږ کوو،چې له دغې ادارې سره همکاري وکړي،ترڅو پر پښو ودریږي او افغانستان ته خدمت وکړي.»
مسوولین وایي، داسې پروګرامونه به برابر کړي،چې له اوسني وضعیت سره مناسب وي، مالیي برخه کې پر ځان بسیا شي او په ټوله کې به داسې کادرونه وروزي،چې د هېواد هوساینې او بسیاینې لپاره کار وکړي.