د سیاسي یو شمېر شنونکي وایي، اسلامي امارت دې بهرنی سیاست داسې تنظیم کړي،چې له مخې یې انډول په پام کې ونیول شي، ملي ګټې خوندي، ځمکنۍ بشپړتیا تامین، خپلواکي وساتي او د نه لاسوهنې او برابرۍ حق په نظر کې ونیسي.
شنونکي وایي،د سیمې او نړۍ هېوادونو منفي سیالۍ باید په افغانستان کې ختمې شي او مثبتو سیالیو ته چې د هیواد پرمختګ دی، وې وهڅوي.
د سیاسي چارو شنونکی سبحان الله مصباح وايي:« اړېنه ده،چې اسلامي امارت بهرنی سیاست داسې استوار کړي،چې ملي ګټې خوندي، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي وساتي، د نه لاسوهنې حق او د تساوي حق په نظر کې وساتي.»
شنونکي بارو لري،چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د سیمې پر کچه د یو شمېر هېوادونو بارو پر ځان زیات کړی، کابل ته د هغوی استازي راغلي، خو په خبره یې مهمه دا ده،چې د امریکا په ګډون د نړۍ هېوادونو باور ترلاسه کړي،هغه چې په فکر یې په مخکې یې ځینې ستونزې شته چې باید حل شي.
دوی تمه لري،چې قطر کې د اسلامي امارت استازو له نړۍ سره خبرې پیل کړي او راتلونکو اونیو کې به د لویو پرمختګونو شاهدان اوسي.
د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« دې برخه کې د اسلامي امارت ځانګړي استازي په قطر کې له غربي هېوادونو سره وخت ناوخت ناسته ولاړه کوي. تمه شته،چې اسلامي امارت په راتلونکو اونیو کې د لویو ډیپلوماتیکو پرمختګونو شاهد اوسي.
طالبان هڅه کوي،چې نړۍ ته وښیي د کابل حاکمیت ترلاسه کولو وروسته نړۍ سره رغنده انساني، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.»
د افغانستان اسلامي امارت سیمې او نړۍ ته ویلي، ورسره رغنده او ښې اړیکې غواړي او ډاډ یې ورکړی دی،چې افغان خاوره به د چا خلاف نه کارول کېږي،چې ځنو هېوادونو یې وړتیا منلې هم ده.
د اسلامي امارت د خبرپاڼې یوه خبره:« د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې کابل ته راغلی و او له اسلامي امارت سره یې د ښو هر اړخېزو اړیکو خبره کړې ده.
روسیې د روانې میاشتې په ۲۰ تاریخ د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي،چې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکوي.له کابل، مزار او کندهار څخه نړیوالې الوتنې پیل شوي.
یو شمېر سفارتونه کابل کې پرانستي دي او ښایي د دې لپاره وي،چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»
شنونکي وایي، په تیرو ۲۰ کلونو کې چې د سیمې او نړۍ پر کچه افغانان له یو شمېر ناخوالو سره مخ شول،لامل یې جغرافیوي موقعیت او بل هغه حساسیتونه ول،چې افغانستان ورسره مخ وو.