دوی وايي، په راتلونکو څو اونیو کې د افغانستان په تړاو مسکو او فرانسې کې ځانګړې ناستې کېدوونکي دي او په خبره یې دا ناستې افغانستان ته د نړیوالو د لېوالتیا نښې بللې کېږي.
دوی زیاتوي،چې په دغو ناستو کې پر طالبانو د سختو فشارونو خبرې هم کېدای شي.
تحلیل کوونکی اجمل سهیل وايي:« د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه دوه مهمې نړیوالې ناستې چې یوه یې په مسکو کې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه نټيه ترسره کېږي،چې له ګاونډیو هېوادونو سربیره په کې قطر هم بلل شوی او د اقتصادي،سیاسي او امنیتي برخو په اړه په کې بحث کېږي او بله ناسته په پاریس کې په ۱۳مه نیټه ده،چې تر ډېره به د طالبانو په مخالفت کې وي.»
ځنې تحلیل کوونکي په دې اند دي، که نړیوال له افغانستانه د بشر او ښځو حقونو د خوندیتوب او نړیوالو کنوانسینونو غوښتنه کوي، باید د هغوی د رسمیت پیژندلو ډاډ هم ورکړي،چې ویل کېږي،د سیمې یو شمیر هېوادونه په دې تړاو ګډ تصمیم نیسي.
تحلیل کوونکی خوشحال یوسفي وايي:« داسې انګېرل کېږي،چې ترکیه، منځنۍ اسیا، چین او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه پر ګډه د افغانستان په رسمیت پيژندلو او نه پیژندلو په تړاو ګډ تصمیم نیسي. که چیرې نړیوال له افغانستانه د بشر حقونو او ښځو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي،باید هغوی په رسمیت وپیژني.»
خو ځنې نور بیا دا کار ستونزمن ګڼي،چې نړیوالې دومره په اسانه او ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.
تحلیل کوونکی ویس ناصري وايي:« له نړیوالو سره د افغانستان د تعامل په اړه باید وویل شي،چې له بده مرغه افغانستان اوس مهال انزوا ته تللی او تر هغې،چې طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني، دا ستونزمنه ده،چې له طالبانو سره دې اړیکې وپالل شي.»
دا خبرې داسې مهال کیږي،چې د طالبانو د حاکمیت څه باندې دوه میاشتې کېږي او تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی او نه یې ورسره د تېر په څېر اقتصادي اړیکې نورمال حالت ته ګرځولې دي.