Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونس مومند: صادراتو کې  زیات والی راغلی دی

admin by admin
2021/09/30

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وايي، په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. 

مومند وايي، اوس مهال هره ورځ له ۳۴۵  تر ۳۸۰ پورې موټر صادرات لري. 

یونس زیاته کړه:« دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی،چې د صادارتو په موټرو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی. هره ورځ له ۳۴۵ نيولې تر ۳۸۰ پورې موټر صادرات لرو،چې دا په خپله د ټولو افغانانو له پاره ښه زېری دی.»

يونس زیاتوي:« د وارداتو په برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکوو او ډېر ژر به بانکي سیستمونه فعاله شي،تر څو ټول افغانان له دې سيستمونو ګټه واخلي.»

په ورته  وخت کې یونس وايي، په وارداتو کې به هم  د پام وړ زياتوالی راشي، چې په بازار کې د توکو بيې به هم ورسره ښې شي.

له شااوخوا دوه  میاشتو راپدېخوا افغانان له سخت اقتصادي وضعیت او وزګارتیا کړېږي، چې له ملي سوداګرو غواړي،هېواد ته واردات زیات کړي، ترڅو د توکو نرخونه ورسره ټيټ شي.

 خو افغان سوداګر بيا په بېلا بېلو برخو کې د ستونزو خبره کوي او وايې، وروستي تحول یې کاروبار اغیزمن کړی او دا مهال د وارداتو کچه د پام وړ ټیټه شوې ده. 

افغان سوداګر شېرشاه وايي:«  ما مخکې تاته وویل، هغه څه چې راوارديږي، د تجارانو له پاره مشکل د ټي ټي له کبله دی، کمپینيو ته پيسې وليږي، سوداګر نه شي کولای،کمپينيو ته يې وليږي. حواله جيګه ده. بیې هم لوړې ځي، نو بناء  که  د بانک سهولتونه رامنځ ته شي او فعاله شي، نو انشاءالله چې د نرخونو په برخه کې به هم د پام وړ کموالی راشي.»

یو بل افغان سوداګر ابوعبيدالله وايي:« زموږ له ټولو لوی مشکل د چين وېزه ده. زموږ دا دوه کاله کېږي، چې خلک په کورونو کې ناست دي، زموږ دفترونه هلته دي، کورونه او منشيان هلته دي، دې ټولو باندې مصارف راځي. دا دوه کاله له دې ستونزې سره مخ يو،نه مخکې نظام کې دا ستونزه سمه حل شوه او نه اوس چا زموږ غم کړی دی. »

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال یونس م وممند  د افغان سوداګرو ستونزې مني،خو ډاډ ورکوي،چې ډېر ژر به شته ستونزې حل کړي. 

د سوداګرۍ خونې چارواکي په داسې مهال د وارداتو د زياتوالي خبره کوي،چې اوس مهال په بازار کې د اوړو، غوړو او بورې بيې خورا لوړې شوي او  د پلازمینې کابل اوسېدونکې د بيو له لوړوالي شکايت کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist