کندهار کې حکومتي مسوولین وايي، د دواړو لوریو تر منځ لفظي شخړه شوې، خو بېرته حل شوې ده.
د مسوولینو په خبره، د مجاهدینو له طرفه دروازه خلاصه، خو پاکستاني لوري تر اوسه دروازه بنده ساتلې ده.
که څه هم کندهار کې حکومتي مسوولین د لفظي شخړې لامل نه دی روښانه کړی، خو یوه بله سرچینه وایي، د دواړو لوریو تر منځ شخړه وروسته له هغه رامنځته شوې، چې کله پاکستاني ملېشو یوه افغانه ښځه د پاکستان لوري ته د اوښتلو پر مهال ووهله.