د پکتیا ولایت کرنې ریاست مشر علاو الدین شهید زوی وايي، په مرکز ګردیز کې د مالدارۍ اړوند د یو شمېر هغو پروژو چارې بیا پیل شوي،چې د وروستیو تحولاتو له امله یې کارونه ځنډیدلي وو.
شهید زوی وایي:« ډېری خلکو دا اندیښنه درلوده،چې نیمګړو پروژو ته به اسلامي امارت پاملرنه ونه کړي او همداسې به پاتې شي،خو موږ ډاډ ورکوو،چې د کرنې برخه کې به د ټولو نیمګړو پروژو چارې بیرته پیل شي، دا یې یوه بیلګه ده.»
په ورته وخت کې شهید زوی وايي،له یو شمیر نړیوالو موسیسو سره داسې هوکړې ته رسیدلي،چې له مخې به یې پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې پروژې پلې شي.
شهید زوی وايي:«یو شمیر همکارې موسیسې،چې مخکې یې هم د کرنې برخه کې کار کاوه هوکړې ته ور سره رسیدلي،یو چې د کرنې بیلابیلو برخو کې پروژې پیل کړي ځینو یې لومړني کارونه پیل کړي دي.»
یو شمیر بزګران او مالداران د اسلامي امارت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې پکتیا کې دې بېلابېلو برخو کې کار وکړي.
یو تن بزګر وايي:« له یوه لاس ټک نه خیژي.موږ به حکومت سره همکاري وکړو هغوی دې مونږ سره مرسته وکړي ، څو چې د کرنې برخه کې ګډ کار وشي.»
یو بل بزګر بیا وايي:« د پروژو پلي کېدل اړین دي.موږ مالداري او ځمکه لرو،په کار ده، چې بېلابېلو برخو کې پروژې پلې شي.»
د اسلامي امارت په راتګ سره پکتیا کې د سړو خونو او یو شمیر پروسیس مرکزونو د جوړیدو تر څنګ د کرنې اړوند د ګڼو پروژو چارې ځنډیدلي،خو د اسلامي امارت ډاډ دا دی،چې د دغو ټولو پروژو چارې به بیا پیل شي.