Skip to content
د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي، هوایي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو شوی او د ترکیې، هندوستان او ازبکستان هېوادونو ته به په لومړیو کې الوتنې پیل شي.
اسلامي امارت له ټولو هوایي شرکتونو غوښتي، چې خپلې نړیوالې الوتنې پیل کړي او دوی به ورسره هر ډول همکاري وکړي.
تر دې وړاندې یوازې د سیمې په کچه د مرستو راوړولو او مسافر وړونکو الوتکو الوتنې کولې، خو ویل کېږي اوس دغه ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره هم چمتو شوی دی.