د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د امریکا د پوځ د لوی درستیز مارک میلي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، امریکايي چارواکي باید له افغانستان سره د منفي څرګندونو پر ځای د ډیپلوماسۍ او همکارۍ لاره غوره کړي.
جنرال مارک مېلي وړمه ورځ د امریکا د سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته ویلي، طالبان یوه ترهګره ډله وه او لا هم ده، او له القاعده شبکې سره اړیکې پالي.
ذ بیح الله مجاهد ویلي، دوی په دوحه کې له امریکا سره لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن دي.
مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت پر ټول هېواد حاکمیت لري او نړیوالو ته یې تضمین ورکړی، چې له افغان خاورې به د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد لپاره هېڅ ډول ګواښ پېښ نه شي.
نوموړي ویلي، امریکا کولی شي شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او دوی هم ورسره همکاري کول غواړي.