د امریکا د وسله والو ځواکونو اړوند ملټري ټایمز خپرونې راپور ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې درې امریکایي سرتېرو ځان وژنه کړې ده.
سرچینې ویلي، مړو شوو امریکایي سرتېرو په افغانستان کې دنده درلوده او د نامالومو دلایلو له امله یې ځانونه ځړولي دي.
د مالوماتو له مخې، د مړو شوو کسانو عمرونه تر دېرشو کلونو کم دي، چې امریکایي چارواکو ویلي، تر اوسه یې د یادو سرتېرو د ځان وژنې اصلي لاملونه نه دي پیدا کړي، خو منلې یې ده چې روانې ناروغي ده.