د بلخ مرکز مزار شریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي،د مرکزي برخې نږدې هر پياده کې رو لاس پلورونکو پر خپل سر غرفې درولي، چې له امله بې نظمي او ګډوډي رامنځته شوې ده.
دوی وايي،د ښارۍ بې نظمۍ او ګډوډۍ په اړه یې د شکايت تر څنګ له مسوولینو د دغې ستونزې د بېړني حل غوښتنه کوي.
د مزارشریف اوسېدونکی زلمی وايي:« خدای شاهد دی. ټول پوهېږي،خو بيا هم سر نه خلاصوي، يو به وګورې،چې د سړک په منځ کې يې موټر په ساعتونو درولی وي، بل به وګورې،چې غرفه يې په پياده رو کې درولې او لاره يې بنده کړې وي، خلکو خپله نظم خراب کړی دی.»
د مزارشریف یو بل اوسېدونکی ثمر الدین بیا وايي:« خلک بايد نظم مراعت کړي. په سړکونو او عامه ځايونو کې دې نه درېږي، دې سره به بيروبار هم کم شي او د ګډوډۍ مخه به هم ونيول شي.»
له دې سره مزار شریف ښاروالۍ، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او يو خصوصي شرکت هڅې پيل کړي، چې ښاريانو ته د عامه پوهاوي په ورکولو سره بېرته ښاري نظم رامنځته کړي.
د مزار شریف ښاروال مولوي قدرت الله طارق وايي:« له ښاريانو څخه غوښتنه کوو،چې تل لهموږ سره د ښار په پاک ساتلو او مزين کولو کې همکاري وکړي، دا زموږ ټولو مسووليت دی.»
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست مولوي ذبيح الله نوراني وايي:« له کور څخه نيولې بيا تر مارکيت او ښار پورې، ټول بايد هڅه وکړو،چې نظم او د ښار پاکوالی مراعات کړو. په همدې تړاو ګډ کار کوو،چې ښار پاک کړو او نظم برقراره وي.»
مزارشريف د هېواد له لويو ښارونو څخه يو دی،چې د ډېر نفوس درلودو له امله وخت نا وخت په کې خلک د ښاري بې نظميو او ګډوډيو په اړه شکايتونه کوي.