کابل کې د سه شنبې په ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې ۶ مه » یو شمېر ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د کار دوام او د معاشونو ورکړې لپاره د نړیوال بانک او نورو مرستندویانو مرستو ته جدي اړتیا ده.
دوی وايي،پر نړیواله ټولنه، نړیوال بانک او نورو نړیوالو بشردوتانه ادارو غږ کوي،چې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
دوی زیاتوي،چې نړیوال دې په ټول افغانستان کې د سواد زده کړو او اسلامي تعلیماتو پروګرامونه پیل او ملاتړ دې وکړي.
ښوونکې قمر جان نیازۍ وايي:« موږ پر نړیواله ټولنه، نړیوال بانک او نورو تمویل کوونکو غږ کوو،چې له موږ سره د افغان ښوونکو د معاشونو د اداینې لپاره د تمویل په برخه کې مرسته وکړي.»
ښوونکې او روغتیایي کارکوونکې وایي،افغانان په بد اقتصادي وضعیت کې ده اړېنه ده،چې همکاري ورسره وشي.
دوی پر امریکا او د هغوی پر ملاتړو هېوادونو غږ کوي، چې د امریکا په فدرال خزانو کې د افغان ولس کنګل شوې پیسې د افغانستان په واک کې ورکړي.
ښوونکې قمر جان نیازۍ وايي:« موږ د امریکا او د هغوی له ملاتړو هېوادونو غوښتنه کوو،چې د امریکا په فدرال خزانو کې د افغان ولس کنګل شوې پیسې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ته وسپاري،ځکه دا پیسې د افغان ولس حق او امانت دی او هېڅوک یې د کنګل کولو حق نه لري.»
ښځینه ښوونکې او روغتیایي کارکوونکې له اسلامي امارت هم غواړي،چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او ډاډمن دوام دې ورته تضمین کړي.