کابل کې د چين سفير وانګ يو، تېره ورځ د اسلامي امارت د عدليې له سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي سره لیدلي دي.
عدليې وزارت په يوه اعلاميه کې د چین د سفير له قوله ليکلي، د طالبانو پر ضد د بندیزونو د ختمولو لپاره به یې هېواد هر اړخيزې هڅې وکړي.
سفیر په افغانستان کې د امنیت خوندیتوب او ترهګرۍ ضد مبارزه کې اسلامي امارت ستایلی دی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت سره به ډيپلوماتيکې اړيکې خوندي وساتي.