روسي چارواکو ویلي، د ویلادیمیر پوټین کلک مخالف الیکسي ناولني او د هغه متحدینو پر وړاندې یې داسې جرمي دوسیې پرانیستي، چې له مخې یې پر هغه د سخت دریځۍ تورونه څېړل کېږي.
پر ناولني او د هغه پر ملګرو تورونه دي، چې د سخت دریځی ډله یې جوړه کړې ده.
روسیه کې د یادو تورونو څېړلو ډله وایي، که ناولني او د هغه دوه ملګري تورن ثابت شي، تر لسو کلونو د بند سزا ورکول کېدلی شي.
الیکسي ناولني، چې د روسیې اوسني حکومت کلک مخالف دی، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ونیول شو او اوس د روسیې په زندان کې بندي دی.