پر ټول افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته امریکا او یوشمیر نور لوېدیځ هیوادونه په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د بیا راپورته کېدو په تړاو اندېښنه لري او ویلي یې دي،چې په افغانستان کې به د داعش غړي د هوايي بریدونه له لارې په نښه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د لویدیځو هېوادونو دې دریځ ته غبرګون ښودلی او دامریکايي ځواکونو د بې پیلوټو الوتکو بریدونه یې دافغانستان هوايي حریم ته سپکاوی او د نړیوالو قوانینو او همداراز په دوحه کې له دوی سره دکړو ژمنو خلاف عمل بللی دی.
اسلامي امارت له امریکا غوښتنه کړې ده چې له دغه ډول کړنو او سرغړونو لاس واخلي او مخنیوی دې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت: «اسلامي امارت د افغانستان د يوازني حقوقي اړخ په توګه د افغانستان د ځمکني او هوايي حریم ساتونکی دی، خو امریکا په دې وروستیو کې د ټولو نړېوالو حقوقو، قوانینو او د امریکا د خپلو کړو تعهداتو، چې په دوحه کې یې له اسلامي امارت سره کړي په ټکر کې عمل کوي. د افغانستان سپیڅلی هوايي حریم د امریکايي ډرون له خوا اشغال کېږي، چې دا سرغړونې باید اصلاح او مخنیوی يې وشي.»
اخوا د پوهنتون استاد فیض ځلان بیا وايي، دهیوادونو هوايي او ځمکني حریم ته داخلیدل باید د هغه هېواد موافقې او همغږۍ پر اساس وي، خو امریکا د افغانستان له اوسني نظام سره له کومې اړیکې پرته د هېواد هوايي حریم مات کړی دی چې دا کار د افغانستان د ملي ګټو خلاف دی او په ښکاره له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
ځلاند زیاتوي: «په دې وروستیو کې د امریکايي ډرون الوتکو موجودیت د افغانستان په هوايي حریم کې دا د افغانستان د ملي منافعو پر ضد کار دی او په ښکاره د یوه هېواد د هوايي حریم نقض کول دي، چې د امریکا له لوري کېږي او امریکا باید له دغو سرغړونو لاس واخلي.»
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو او په ځانګړي توګه له امریکا غواړي چې له افغانستان سره خپل تعامل د نړیوالو تعهداتو او قوانینو پر اساس تنظیم کړي، ترڅو د داسې کړنو دبدو عواقبو مخه ونیول شي.