Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار: د میوند ولسوالۍ امینه قوماندان محمد عمر تر اوسه  نادرکه دی

admin by admin
2021/09/28

 د  محمد عمر حاجي لالا د کورنۍ غړي وایې،د کندهار سقوط پر مهال،چې هغه طالبانو نیولی، لا یې هم په اړه  مالومات نشته. 

د کورنۍ غړي یې له اسلامي امارته غواړي،چې د اعلان شوې عمومي عفوې له مخې یې ازاد کړي.

د حاجي لالا بچیان وایې،پلار یې د جمهوریت تر ورستیو په میوند ولسوالۍ کې امنیه قوماندان خو د دغه ولایت تر سقوط وروسته هوایي ډګر ته لاړ.

دوی وایې،هوایي ډګر تر نیول کېدو وروسته ګڼ کسان خپلو کورونو ته لاړ خو پلار یې لا هم زنداني دی.

د حاجي لالا زوی وايي:« زما پلار را خوشې کړئ. ټول  بندیان راخوشې شوي،خو زما پلار لاهم بندي دی. زما له پلار سره ډېر نور کسان هم بندیان ول، هغه خوشې شول، خو زما پلار تر اوسه پورې نه دی خوشې شوی. اسلامي امارت عمومي عفوه کړې،چې ټول بندیان به خلاص شي.» 

 د حاجي لالا  لور بیا وايي:« ټول کسانو کورونو ته ولاړل، خو زما پلار تر اوسه پورې نه دی راخلاص شوی. هغه بندي دی.»

په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته ادعاوې موجودې دي، خو اسلامي امارت بیا ردوي،چې ګڼې ډېر کسان دې لا هم زنداني وي.

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي کمېسیون غړی بلال کریمي وایې، یوشمېر کسان نیول شوي،خو په خبره یې  د هغوی جرمونه پخواني حکومت سره تړاو نه لري.

کریمي وايي، د نیول شویو کسانو په تړاو باید په ولایتونو کې د ارشاد او دعوت کمېسیون سره خبرې وشي.

د لغمان پخوانی والي،امنیه قوماندان،امنیت رئیس او ولایتي شورا مشر هم د څو ورځو لپاره له طالبانو سره نظر بند وو،چې بیا له شااوخوا دوه اونیو وروسته آزاد شول.

د طالبانو مشرتابه په وار وار لارښونه کړې،چې ټولو ته عمومي عفوه ده او هېڅوک حق نه لري،چې له بل چا سره په دې پلمه،چې تېر حکومت کې دې کار کړی، وځوروي یا یې ووژني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist