نړیوالې جینايي محکمې ویلي، لومړیتوب به هغو جرمونو ته ورکړي، چې ادعا کېږي داعش او طالبانو ترسره کړي دي.
بل پلو د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پټریشیا ګاسمن ویلي، د عدالت د ټینګښت لپاره د داعش او طالبانو د سرغړونو څېړل مهم اقدام دی، خو په خبره یې له لومړیتوبونو د امریکايي او پخوانیو افغان ځواکونو د څېړنو لرې کول په دې مانا دي، چې هغوی ته له زندانه د وتلو وړیا چانس په لاس ورکول کېږي.
اسلامي امارت لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.