بلجیم کې د افغانستان سفارت په یوې خبره پاڼه کې ویلي، وړمه شپه شپږو کسانو د ودانۍ کړکۍ او دروازې ماتې کړي، ساتونکي یې په چړو په مرګ ګواښلي او د سفارت ودانۍ ته ننوتي، چې دروازې یې له دننه خوا بندې کړې وې.
خبرپاڼه کې راغلي، برید کوونکو امنیتي کمرې ماتې کړي او یو شمېر دوسیې او سندونه یې له منځه وړي دي.
په بلجیم کې د افغانستان سفارت وايي، لومړی یې هڅه وکړه، چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي، خو اړ شول چې پولیس را وغواړي، پولیسو برید کوونکي ونیول او ستونزه پای ته ورسېده.
لا نه ده مالومه، چې اصلي خبره څه ده، خو په ویډیو کې یو کس په انګلیسي ژبه وایي، چې دوی پسې پولیس راغلي، برید یې پرې کړی او غواړي دوی په زور وباسي.
دی وایي، دا د افغانستان سفارت دی، د ټولو افغانانو دی، زموږ غږ دې واورېدل شي او موږ له دغه ځایه نه وځو.