د بهرنیو چارو وزارت وایي، تېره ورځ په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
په لیدنه کې دواړو لوریو د چین او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو، د چین هېواد بشري مرستو د تنظیم او پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.
د چین سفیر، له افغانستان سره پر مرستو او همکاريو تینګار کړی او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د سوداګرۍ وده اړینه بللې ده.