غلام محمد اسحاقزی ملګرو ملتونو کې د تېر حکومت دایمي استازی و.
ملګرو ملتونو پر خپله وېبپاڼه لیکلي، چې نن ماسپښین به د ځینو نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان دغه استازی هم عمومي اسامبلې ته وینا کوي.
اسحاقزی داسې مهال ملګرو ملتونو ته وینا کوي، چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او دوی شااوخوا ۲۰ ورځې وړاندې خپل حکومت هم اعلان کړی.
د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دې سازمان ته په یوه ليک کې سهیل شاهین د افغانستان د استازي په توګه معرفي کړ.
له بل لوري، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، اسلامي امارت حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.
سهیل شاهین ویلي، دوی د خلکو ملاتړ لري او د دې وړتیا لري، چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړي.