د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، تاجکستان د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او د امارت د هر اقدام مخالفت کوي.
د تاجکستان په تړاو ویل کېږي، چې افغانستان کې قومي شخړو ته لمن وهي او د احمد مسعود ډلګۍ ملاتړ کوي.
څو ورځې وړاندې د تاجکستان ولسمشر ویلي و، چې افغانستان کې دري ژبي زیات دي او حکومت کې یې ونډه کمه ده.
اسلامي امارت له دې وړاندې هم له نړیوالو غوښتي و، چې د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.